انټونيو ګوټرېش: نړيوال بايد د ګردې کرې د ګرموالي دوره ماته کړي
CMG2023/11/29 11:20:53
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د نومبر په ۲۷مې نېټې ويلي، چې نړيوال بايد د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون غونډې کې، چې ټاکل شوې ژر به روانې اونۍ کې په دوبۍ کې ترسره شي، د ګردې کرې د ګرموالي د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

ګوټرېش په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي مقر کې خبريالانو ته د انټرکټيکا د تېرې اونۍ د کنګلونو ويلي کېدو د حيرانتيا وړ چټکتيا شاهدي ورکړې او د شلمې پيړۍ د نهمې لسيزې د پېل په پرتله يې درې چنده زياته ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې د روانې پيړۍ تر پايه پورې ښايي د ګردې کرې تودوخه کابو درې سانټي ګراد لوړه شي او انسانان اوس د همدې مصيبت په لوري روان دي.

ګوټرېش زياته کړې، که انسانان د کاربن ايستنې اوسنۍ لوړه سويه همداسې وساتي، نو پر ګرينلانډ ټاپو او د انټرکټيکا لويې وچې پر لوېديځ به د کنګلونو د پوښښ حالت خورا خطرناک پړاو ته ورسېږي او هغه مهال به د سمندر سطحه د اوس په پرتله شاوخوا لس متره لوړه شي.