د امريکا سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۲۹مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په درېيمې ربعې کې د دغه هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت(GDP) د زياتوالي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی دی او دغه رقم د ياد وزارت د لومړي اټکل په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه درې لوړوالی ښیي.
د امریکا سوداګرۍ وزارت د جي ډي پي د زياتوالي لامل دا ښودلی، چې په دغه هېواد کې له کورونو پرته غير منقولې شتمنۍ او شخصي پانګونې زياتې شوې دي