د کینیا د کورنیو چارو وزارت مرستیال رايمونډ اومولو د نومبر په ۲۸مې نېټې په یوې بیانيې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د پر له پسې سختو بارانونو له امله زورور سيلابونه راوتلي او ۱۲۰ کسان يې وژلي دي.
نوموړي ويلي، چې دغو سيلابونو د کينيا تانا سیند، ګاریسا، وجیر او ماندیرا ولايتونه سخت اغیزمن کړي او له ۸۹۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ يې بې ځایه کړي دي.
د سيلابونو له امله بېځايه شوې کورنۍ په ۱۱۲ کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي.
د کینیا د کورنیو چارو وزارت ياد چارواکي د دغه هېواد د ۱۰ ولايتونو خلکو ته د سختو بارانونو او سيلابونو خبرتيا ورکړې ده.
(ژباړه: شکريه)