ملګري ملتونه: تر ۲۱۰۰ کال پورې ښايي ۷۳ ميليونه کسان د ساحلي سيمو د سيلابونو تر اغېزې لاندې راشي
CMG2023/11/30 10:32:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو پرمختګ پروګرام د نومبر په ۲۸مې نېټې په يوه تازه راپور کې څرګنده کړې، چې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې د سمندري سطحې په لوړېدو سره د سيلابونو خطرونو د ساحلي سيمو پر کابو ۱۴ميليونو کسانو منفي اغېزې کړي او تر ۲۱۰۰ کال پورې ښايي تر يادې اغېزې لاندې د خلکو شمېر نژدې ۷۳ ميليونو ته ورسېږي.