دينګ شوي شيانګ له ترکمنستان څخه لېدنه وکړه
CMG2023/11/30 15:45:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ د نومبر په ۲۸مې نېټې له ترکمنستان څخه دوه ورځنۍ لېدنه کړې او هلته يې  له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير راشد مېرېدوف سره د دواړو هېوادونو د همکاريزې کمېټې د شپږمې غونډې مشري کړې ده .

نوموړي په دغه سفر کې د ترکمنستان له ولسمشر سېردار بېرديموهامېدوف سره کتلي دي.

دينګ شوي شیانګ له سېردار بېرديموهامېدوف سره په لېدنې کې ويلي، چې د چين او ترکمنستان اړيکو په روان کال کې لوی پرمختګ کړی او په خبره يې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ او ولسمشر سېردار بېرديموهامېدوف د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي، چين به له ترکمنستان سره د مشرانو مهمې ګډې موافقې پلې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته به خوځنده ځواک ورکړي.

دينګ شوي شيانګ چين د ترکمنستان باوري ملګری او همکار یاد کړی او په خبره يې، هېواد يې د ترکمنستان کلک ملاتړ کوي، چې خپل ملي حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا وساتي او د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي.

سېردار بېرديموهامېدوف د دينګ شوي شيانګ له لارې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي او د ترکمنستان او چين ترمنځ دوستي يې ژوره بللې ده.

نوموړي ويلي، هېواد به يې له چين سره ستراتيژيکې تبادلې ټينګې، په بېلابېلو برخو کې به ورسره ژورې همکارۍ وکړي او خپلمنځي اړیکو ته به یې پرمختګ ورکړي.

دينګ شوي شيانګ او راشد مېرېدوف د نومبر په ۲۹مې نېټې د چين او ترکمنستان د همکاريزې کمېټې د شپږمې غونډې مشري کړې  او په ترڅ کې يې د دواړو هېوادونو د همکاريزې کمېټې د شپږمې غونډې ياداښت هم لاسليک کړی دی.

د چين او ترکمنستان د اړوندو ادارو چارواکو د دواړو مشرانو په حضور کې د ساينس او ټېکنالوژۍ د هر اړخيزو همکاريو ياداښت او د نړيوالو سړکونو د ټرانسپورټ تړونونه لاسليک کړي دي.