د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال دينګ شیوه شيانګ د نومبر په ۲۶مې نېټې له قزاقستان څخه دوه ورځنۍ لېدنه کړې ده.
نوموړي د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې له ولسمشر توکايف او صدراعظم سمايلوف سره کتلي او د صدراعظم له لومړي مرستيال سکليار سره يې د چين او قزاقستان د همکاريزې کمېټې د يوولسمې غونډې مشري کړې ده.
دینګ شیوه شیانګ له توکايف سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې چين او قزاقستان د رئيس شي جين پينګ او د ولسمشر توکايف په مشرۍ او لارښوونې دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او په خبره يې، دواړه هېوادونه دې د مشرانو د ګډو نظريو په رڼا کې په لوړ کيفيت د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ بهیر چټک کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ پراخې کړي.
توکايف له دينګ شيوه شيانګ سره په خبرو کې ويلي، قزاقستان او چين نورو هېوادونو ته د دوستانه همکاريو بېلګه جوړه کړې او هېواد يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړي د چيني تصديو هرکلی کړی، چې په قزاقستان کې پانګونې وکړي.
دینګ شیوه شیانګ له سمایلوف سره د کتنې پر مهال ویلي، چې چین او قزاقستان دې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې له روحیې سره سم د متقابلو اساسي ګټو په برخه کې د یو بل ملاتړ ته دوام ورکړي او په لوړ کیفیت دې کمربند او لاره اباده کړي.
سمېلوف ويلي، د قزاقستان او چين مشرانو ترمنځ تګ راتګ نږدې شوی او همکاريو يې ګټورې پايلې درلودلې دي او په خبره يې، قزاقستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړیکې او دوه او څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.