د جاپان د سمندري امنیت د چارو ادارې خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د بوېن بېل وي ـ
۲۲ (Boeing Bell V-22) په نوم باروړونکي الوتکه د نومبر د ۲۹مې نېټې په ماسپښین د کاګوشیما ولايت ته څېرمه سمندر کې لوېدلې ده.
خبر وايي، په دغې الوتکې کې ۶ کسان سپاره وو او یو پکې وژل شوی دی، خو په جاپان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي وو، چې په یادې الوتکې کې يې ۸ کسان سپاره وو او وروسته يې دغه شمېر ۶ ښودلی دی.