نړيواله سروې: د سروې۹۱،۴ سلنه ګډون وال له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د چين د خدمتونو ستاينه کوي
CMG2023/11/30 18:20:56
شريکول:

 د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون(COP28) غونډه د نومبر په ۳۰مه نېټه پرانیستل شوه.‌ دغه غونډه به دوې اوونۍ دوام وکړي. د چين مډیا ګروپ د CGTN  له خوا د نړۍ د انټرنېټ کاروونکو لپاره یوه سروې ښيي چې په سروې کې ۹۰،۳ سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي چې هېڅ هېواد نشي کولی له اقليمي ستونزې څخه لرې پاتې شي او څو اړخيزم د اقليمي بدلون د ستونزې د حل لپاره اساسي لاره ده.

سرچینه وايي چې د سروې ۹۱،۴ سلنه ګډون وال د نړيوال اقليمي حکومتوالۍ د پرمخبیولو په برخه کې د چين د خدمتونو ستاينه وکړه.

چين تل په فعاله توګه د نړيوال اقليمي حکومتولۍ په چارو کې ګډون کړی دی. دا سروې د CGTN د انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ۵ ژبو ويبپاڼو کې خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۵۱۲ انټرنېټ کاروونکو په رایې ورکولو کې برخه اخیستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي.