چين د فلسطين او اسرائيل د شخړو د حل په پار د خپل دريځ سند خپور کړی
CMG2023/11/30 10:31:13
شريکول:

 

د چين خارجه وزارت د نومبر په ۳۰مې نېټې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو په حل کې د خپل دريځ سند خپور کړی دی.

په دغه سند کې راغلي، امنيت شورا تر هر څه وړاندې د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو دنده پر غاړه لري او د فلسطين او اسرئيل په مسئله کې بايد مثبت او رغنده رول ولوبوي.

چين په ياد سند کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د حل په پار څو وړانديزونه کړي دي:

۱ـ د فلسطين او اسرائيل ترمنځ دې هراړخيز اوربند ترسره شي.

۲ـ ولسي خلک دې خوندي وساتل شي.

۳ـ جګړه ځپلو سیمو ته دې بشري مرستې تضمين شي.

۴ـ د فلسطين او اسرائيل مسئلې د حل په پار دې منځګړيتوب پياوړی شي.

۵ـ د دغې مسئلې د سياسي حل لار دې وموندل شي.