د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د چين د اقتصادي پرمختګ اټکل لوړ کړی
CMG2023/11/30 10:33:14
شريکول:

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د نومبر په ۲۹مې نېټې د اقتصادي لرليد په يوه راپور کې د ۲۰۲۳ کال لپاره د نړيوال اقتصادي پرمختګ اټکل ۲.۹٪ ښودلی او وړاندې يې ۳.۰٪ په کچه وړاندوينه کړې وه.

دغه نړيوال سازمان د چين  د اقتصادي پرمختګ اټکل ۵.۲٪  لوړ کړی دی.

د ياد راپور د اټکل له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به د نړۍ د کورني توليد عمومي ارزښت ۲.۹ سلنه زياتوالی ومومي او په ۲۰۲۴ کال کې به دغه انډول ۲.۷سلنې ته راټيټ شي او په ۲۰۲۵ کال کې ښايي بېرته ۳.۰سلنې ته لوړ شي.

راپور وايي، چې له ۲۰۲۴ کال نه تر ۲۰۲۵ کال پورې، اسيا به د ۲۰۲۳ کال په شان د نړيوال اقتصاد د پرمختګ زياتره برخې ونيسي.