شي جين پينګ د هېنري الفريد کيسينجر د مړينې په پار د امریکا ولسمشر جو بايډن ته د تسليت پيغام ولېږه
CMG2023/11/30 20:44:41
شريکول:

د نومبر په ۳۰مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير هېنري الفريد کيسينجر د مړينې په پار د امريکا ولسمشر جو بایډن ته د تسليت پيغام ولېږه. شي جين پينګ د چیني حکومت، چينايانو او خپل ځان په استازيتوب د ډاکټر هېنري کيسينجر د مړينې په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته  ژورې همدردۍ مراتب وړاندې کوي.

شي جين پينګ په ياد پيغام کې ډاکټر هېنري کيسينجر په نړۍ کې مشهور ستراتيرست او د چينايانو ښه ملګری ياد کړی. پيغام وايي، چې نيمه پيرۍ مخکې، ډاکټر هېنري کيسينجر د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو لپاره تاريخي خدمت کړی، چې نه يوازې دواړو هېوادونو ته يې ګټې رسولی،‌ بلکې نړيوالو اړيکو کې يې بدلون رامنځته کړی. هغه تل د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ژورولو لپاره هڅه کړې. د هېنري کيسينجر نوم به تل د چين او امريکا ترمنځ له اړيکو سره يو ځای تړلی وي. ډاکټر هېنري کيسينجر به تل د چينايانو په ياد وي. چين غواړي له امريکا سره د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ‌ دوستي پراخه کړي، د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ ته وده ورکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمت وکړي.