شي جين پينګ له فلسطينيانو د ملاتړ نړيوالې ورځې يادغونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2023/11/30 11:07:52
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۹مې نېټې له فلسطينيانو د ملاتړ د نړيوالي ورځې يادغونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې د حل کيلي بللې او هم يې د نړۍ له انصاف او عدالت سره تړلې ياده کړې ده.

شي جين پينګ د فلسطين او اسرائيل د شخړې اصلي لامل د فلسطينيانو د مشروع حقونو پلي کول او د دوی لپاره د خپلواک دولت جوړول ياد کړي دي. 

نړيواله ټولنه دې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ له پر له پسې شخړو نه دا عبرت او پند واخلي، چې په نړۍ کې يوازې د ګډ امنيت په مفکورې دايمي او تلپاتې امنيت راتللی شي.

 نوموړي په پيغام پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې بيړني تدبيرونه ونيسي، امنيت شورا دې خپل مسووليتونه پر غاړه واخلي او د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د ساتنې او د بشري ناورينونو د مخنيوي لپاره دې هڅې وکړي، د فلسطين او اسرائيل تر منځ د سوله ييزو خبرو بيا پېل ته دې زمينه برابره کړي او د فلسطينيانو د ژوند، دولت جوړولو او خپل ټاټوبي ته د بيرته ستنېدو حقونه دې پلي کړي.