افغان لرغون‌پوهان: چيني تجربې د افغانستان د تاريخي اثارو ساتنې ته ډېرې ګټورې دي
CMG2023/11/30 15:10:37
شريکول:

له افغانستان څخه راغلو لرغون پېژندونکو، د تاريخي ځايونو د ساتنې د کارپوهانو او انجينرانو او د اړوندو ادارو چارواکو په شمول ۲۴تنو مسلکي کادرونو د نومبر له اتمې نېټې څخه په چين کې اړونده روزنه کې ګډون او له تاريخي ځايونو څخه يې ليدنه کړې، همدارنګه د نومبر په ۲۸مه يې چين ته خپل سفر پای ته رسولی دی. دوی د سي ايم جي د پښتو څانګې خبريالې ته هيله څرګنده کړې، چې د تاريخي اثارو د ساتنې او ترميمېدو په چارو کې د چين له ټېکنالوژۍ څخه ګټې واخلي او ورسره همکارۍ وکړي.

د افغانستان د لرغون پېژندنې او تاريخي ځايونو د ساتنې په ساحو کې اړوندو چارواکو او کارپوهانو په چين کې په سيستماتيکه توګه په چين کې د تاريخي اثارو د ساتنې په اړه قانوني سيستم، د تاریخي ساتنې لپاره د ساينس او ټېکنالوژۍ لارې چارې او د لويو تاريخي ځايونو د ساتنې نظريې او طريقې زده کړې دي. د افغانستان د ملي موزيم رئيس صبغت الله عابد وويل، ))دا يوازې چين هېواد دی چې  له موږ سره یې مرسته کړې ده څو زموږ د افغانستان د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره چې کوم کادرونه په افغانستان کې شته، د هغو څخه ملاتړ وکړي، رسماً. او هغه يې په رسمي بلنه چين هېواد ته راغوښتي دي، د هغو لپاره يوه داسې پروژه جوړه کړې، چې د هغو مهارتونه لوړ شي. دغه سفر د افغانستان لپاره يو ډېر ښه اقدام بولو او دا له ډېرو لاسته راوړنو ډک سفر دی چې د افغانستان کادرونه راځي او رسمي روزنې ویني او د هغه تجربې شريکې شوې او په دې بخش کې د نظريو تبادله شوې. هغه شيان چې په چين کې اوږد تاريخ لري او په افغانستان کې هم ډېر تاريخي ځايونه او شيان شته. موږ په چين کې مختلفو ساحو کې ګرځېدلي يو او د چين تاريخي اثار په سترګو لیدلي، موږ بيا دې بېلګې په افغانستان کې وړاندې کولی شو او دا د افغانستان لپاره يو ښه زېری دی چې کادرونه دلته وروزل شي او په افغانستان کې استفاده ترې وشي ((.

هغه زياته کړه، چې دوه زره کاله مخکې د افغانستان او چين په منځ کې د ورېښمو لاره پيدا شوه چې په دغې لرغونې لارې ټوله نړۍ وصل شوې ده. چين بيا د ورېښمو لارې ژوندۍ کوي او افغانستان د نړيوال اتصال ګرځوي، که چېرې د اوسني کمربند او لارې نوښت وغځېږي، افغانستان به ډېر فرصتونه رامنځته کړي او موږ به ډېر خوشاله شو.

د چين د ګان سو ولايت د دون هوانګ مو ګاو  ډبرينې سمڅې د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې يوه ارزښتناکه هنري زېرمه ده، چې په کې ګن شمېر تاريخي اثار، مجسمې او دېوالي انځورونه راغونډ شوي او په زرګونو کلونو کې د ختیځ او لوېديځ د فرهنګ تبادلې او تګ راتګ شاهد دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي اثارو د ساتنې او ترميمېدو څانګې امر ذکريا اورياخيل له موګاو ډبرينو سمڅو څخه ليدنه وکړه او هلته يې د ډیجيټلي دون هوانګ سيستم ډېر ستاينه وکړه. هغه وويل، موږ په دې سفر کې د دون هوانګ اکاډمۍ ته تللي يو او موږ ته ځينې پريزنټيشن برابر شوي و، په ځانګړې توګه د لرغونو ابدو لپاره ډیجيټلي سيستم شته او دغه پرمختللی ډیجيټلي سيستم موږ ته تاريخي ځای ښودنه کړې، دا يوه غټه لاسته راوړنه ده. زموږ په هېواد کې ډېرې تاريخي ودانۍ لرو او مواد يې د چين له تاريخي ابدو سره ورته دي. په چين کې ډېر مسلکي کادرونه په دې بخش کې کار کړی دی او زياتې تجربې لري، موږ خو ځينې ماشينونه او ټېکنالوژۍ نه لرو، نو د چين تجربې او ټېکنالوژۍ په افغانستان کې استفاده کېدای شي او په راتلونکې کې به زموږ همکارۍ زياتې شي.

دغه روزنه د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت تر لاندې د يو روزونکي ارګان په ترتيب له نورو هېوادونو سره د مرستې يوه پروژه ده. د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د مدني ډيالوګ د هڅونې لپاره ياد روزونکي ارګان، د دون هوانګ د څېړنې اکاډمۍ له افغانستان سره درې اړخيزې همکارۍ د دغې روزنې په موده کې ټينګې کړې دي.