له شي جين پینګ سره لېدنه/ هغه غواړي له ټولو مرسته وکړي
CMG2023/11/30 16:15:17
شريکول:

 په هر نومبر کې د مارک بېکون ياد ته د چين دولت رئيس شي جين پينګ د لېدنې کېسه راځي.

د مارک بېکون پلار جيم بېکون د استراليا د تاسمانيا ايالت والي و او په ۱۹۹۹م او ۲۰۰۱م کالونو کې يې د چين له فو جيان ولايت څخه دوه ځلې لېدنه کړې دي.

نوموړي د چين له شي جين پينګ سره، چې هغه مهال يې په فو جيان ولايت کې دنده درلوده، کتلي دي.

کله چې جيم بېکون خپل هېواد ته ستون شو، نو د خپلې کورنۍ غړيو ته يې ويلي وو، چې تاسو باید د شي جين پينګ نوم په ياد ولرئ، ځکه هغه به په راتلونکې کې سترې او ځلاندې چارې ترسره کړي.

جيم بېکون وروسته شي جين بينګ ته، چې هغه مهال نوموړی د فوجيان ولايت والي و، بلنه ورکړې وه، چې له تاسمانيا ايالت څخه لېدنه وکړي، خو جيم بېکون په ۲۰۰۴م کال کې د ناروغۍ له امله ومړ.

 

کله چې شي جين پينګ د چين دولت رئیس وټاکل شو، نو په ۲۰۱۴م  کال کې يې له استراليا څخه رسمي لېدنه وکړه او هلته يې د مارک بېکون د کورنۍ له غړيو سره هم وليدل .

د مارک بېکون په خبره،‌ هغه له رئيس شي جين پينګ سره شاوخوا يو ساعت خبرې کړې دي.