امریکایي او اروپایي شرکتونه د عرضې ځنځير د لا پراختيا په موخه بېجينګ ته تللي
CMG2023/12/01 11:41:02
شريکول:

د عرضې نړيوال ځنځير لومړی نړيوال نندارتون د نومبر په ۲۸مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پرانېستل شوی، چې د ډسبمر تر ۲مې پورې به دوام ولري.

دغه نندارتون د تمې خلاف زيات امريکايي او اروپايي شرکتونه راجلب کړي، چې د ټولو بهرنيو ګډون کوونکو شرکتونو ۳۶٪ جوړوي.

دا د نړۍ لومړی نندارتون دی، چې د هېواد په کچه او د عرضې ځنځير په اړه تر سره کېږي او ۵ نندارځي لري، چې د ځيرکي موټرونو، زرغونې کرنې او ډيجيټلي ټکنالوژۍ پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغه پنځه ورځني نندارتون کې د نړۍ د ۵۵ هېوادونو او سيمو څه باندې ۵۰۰ شرکتونو عصري ټکنالوژي او نوي توليدات او خدمات نندارې ته وړاندې شوي دي.

ګڼ امريکايي او اروپايي شرکتونه په دغه نندارتون کې د ګډون په پار بېجينګ ته رسيدلي او د دوی ګډون پکې د دې ښکارندويي کوي، چې اداري اقدامات نشي کولی، چې د بازار قوانین بدل کړي او هم چین له نړیوال صنعتي ځنځير او عرضې ځنځیرونو څخه وباسي.

دغه نندارتون ((د نړۍ ځنځير، د راتلونکې ګډه جوړونه)) په عنوان ترسره کيږي، چې ډېر اهميت لري.

د نړۍ صنعتي شخصيتونو د نړيوال صنعتي ځنځير او د عرضې ځنځير د ساتنې په برخه کې د چين له مفکورې سره موافقه کړې ده.

د امريکايي او اروپايي شرکتونو چين انتخاب کړی، چې دا د عرضې نړيوال ځنځير د عادي فعاليتونو په تامين کې د بېجينګ د مهم رول څرګندويي کوي.

(ژباړه: شکريه)