د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په اړه د دوبۍ غونډه پرانيستل شوه
CMG2023/12/01 10:29:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۸مه غونډه(COP28)د نومبر په ۳۰مې نېټې په دوبۍ کې پرانيستل شوه.

د ياد تړون دارلانشا خبر ورکړی، د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په اړه د دوبۍ غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې روان کال د ريکارډ له مخې د نورو کالونو په پرتله ګرم کال بلل شوی او دا یې د اقليمي ژمنو او د اقليمي بدلون په اثر د سختو اغېزو د مخنيوي لپاره تر ټولو کليدي وخت ياد کړی دی. اوسمهال نړيوالې ټولنې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په عملياتو پيل کړی، خو د پاريس تړون له مخې اوږدمهالو موخو ته د رسېدو لپاره لا زياتو هڅو ته اړتيا لري، په داسې حال کې د دوبۍ غونډې تر سره کېدل ستر اهميت لري.

د يادې غونډې په څنډې کې په همدې ورځ د کوپ۲۸(COP28) چيني نندارځی هم پرانيستل شوی او د چين د چاپېريال وزير هوانګ ژون چيو او د اقليمي چارو ځانګړي استازي شيې جن هوا په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.