د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ په اړه د رئیس شي جين پينګ لارښوونې
CMG2023/12/01 15:34:21
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۳۰مه نېټه په شانګهای ښار کې د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ مباحثوي غونډې مشري او مهمه وینا وکړه. د یانګځه سیند ډیلټا د چین د سیمه ییز همغږي پرمختګ په چوکاټ کې یوه مهمه برخه ده.

د سیمه ییز همغږي پرمختګ هڅونه د چین په ابادۍ کې ستراتيژيک پلان دی او مانا يې دا ده چې د عیني اقتصادي اصولو له مخې د سیمې تګلارې بشپړېږي، د مختلفو سیمو وړتیاوو په کارولو سره د مرکزي ښارونو د اقتصادي پرمختګ او د نفوس د ځای پرځای کېدو توان پياوړی شي.

اوس چین د سیمه ییز پرمختګ په هکله شپږ ستراتيژۍ لري چې د لوېديځې سیمې ابادۍ، د شمال ختیځ پخوانۍ صنعتي اډه بیا سمسورېږي، د پلازمېنې بېجینګ په چاپېر د تیان جین ښار او هه بۍ ولایت ګډ پرمختګ، د هېواد په منځ کې د یانګځه سیند د اقتصادي کمربند ابادۍ، په جنوب کې د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج سیمې ګډه جوړونه او په ختیځ کې د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ.

د یانګځه سیند ډیلټا کې شانګهای ښار، جیانګ سو، جه جیانګ او ان هوې ولایتونه شامل دي، د دې سیمې د اقتصادي پرمختګ او د ورخلاصون سویه لوړه ده او نوښتي توان يې هم پياوړی دی. اقتصادي اندازه يې د ټول هېواد شاوخوا یو پر څلورمه برخه نیسي او مستقیمې بهرنۍ پانګونې يې د ټول هېواد په عمومي حجم کې ۳۹ سلنه نیسي.

رئیس شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د چین په لومړي نړیوال وارداتي نندارتون کې اعلان وکړ چې د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ ملاتړ کوي او د دولت په کچه ستراتيژي يې ټاکلې. د چین حکومت ورپسې د یانګځه سیند ډېلټا د یو ځای کېدو پرمختګ پروګرام خپور کړ، دغه سیمه به د ټول هېواد د سیمې د یو ځای کېدو پرمختګ لپاره یوه نمونه جوړه کړي.

رئیس شي جين پينګ په یاده مباحثوي غونډه کې وویل، د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ هڅول یو لوی پلان دی. هغه په تېرو ۵ کلونو کې د دې سیمې د پرمختګ بریالیتوبونه منلي او په اشارې يې ویلي چې د دې سیمې په ابادۍ کې لا هم زیاتې ستونزې موجودې دي، لکه د پرمختګ کیفیت او موثریت باید لا نور لوړ شي، د تولید او عرضې ځنځير د همکارۍ سویه باید لوړه شي، د سيوپر لوی ښار د ادارې په برخه کې لا هم کمزورتیاوې شته دي. هغه د دې سیمې د یو ځای کېدو پرمختګ په اړه د تکنالوژۍ نوښت د پياوړتيا او د پرمختګ میکانیزم د بشپړولو په شمول یو لړ غوښتنې وړاندې کړې دي.

رئیس شي جين پينګ په عین وخت کې د یادې سیمې د لوړې سویې پرانیستې په هکله مشخص ترتیبات ورکړل چې باید د اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ، سمندري حمل و نقل او تخنیکي نوښت په برخو کې د نړیوال مرکز په توګه د شانګهای جوړونه چټکه شي، د شانګهای د پو دونګ ناحیې د اصلاحاتو د ازمویښتي مرکز ابادۍ دې پرمخ بېول شي، د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سیمې ستراتیژې دې ښه پلې شي. باید د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ او د کمربند او لارې د باکیفیته پرمختګ وصل شي، ځايي حکومت باید د شخصي تصدیو د مناسب او باکیفیته پرمختګ ملاتړ او لارښوونه وکړي او د شخصي تصدیو د ابادۍ لپاره دې ګټوره زمینه برابره کړي.

رئیس شي جین پينګ په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کې څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې د پرانیستنې او ورخلاصون د پراخېدو په اړه د چین اراده نه بدلېږي، د چین پرمختګ به نړۍ ته ګټور فرصتونه برابر کړي. د یانګځه سیند ډیلټا د یو ځای کېدو پرمختګ په پرمخ بېولو سره به دغه سیمه د لوړې سویې ورخلاصون یوه کړکۍ وګرځوي او هرومرو به د ګردې نړۍ د اقتصاد، پولي چارو او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ستر اهمیت ولري.