د عراق پوليسو د نومبر په ۳۰ مې نېټې د دغه هېواد په ختيځ ديالي ايالت کې د چاودنې او ډزو خبر ورکړی، چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د عراق پوليسو رسنيو ته ويلي، چې د ديالي ايالت په يوه کلي کې تېره شپه د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړي ماين چاودنه شوې او ورپسې ناپيژاندو وسله والو پر خلکو ډزې کړې دي، چې له امله يې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
په ټپيانو کې يې د ۵ کسانو حالت نازک ښودلی دی.