چين د امنيت شورا د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه د لوړ پوړې غونډې مشري وکړه
CMG2023/12/01 10:32:40
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روانې میاشتې نوبتي رئيس هېواد چين په وړانديز د نومبر په ۳۰مې نېټې د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه لوړ پوړې غونډه تر سره کړې ده.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د دغې غونډې مشري کړې او د برازيل، فلسطين، قطر، اردن، سعودي عربستان، مصر، اندونيزيا، ترکيې، سلوانيا او ماليزيا په شمول د ۲۰ هېوادونو خارجه وزيرانو او لوړ پوړو استازيو او د امنيت شورا نورو غړيو هم پکې ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش او د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په چارو کې د ملګرو ملتونو منځګړي تور وېنيسلنډ دغې غونډې ته وروستي حالت مالومات وړاندې کړي دي.

د چين خارجه وزير وانګ يي يادې غونډې ته ويلي، چې د فلسطين او اسرئيل د روانې شخړې له امله بې شمېره بې ګناه وګړي وژل شوي او بې ساري بشري مصيبتونه رامنځته شوي دي او نورې منفي اغېزې يې هم پر له پسې را څرګنديږي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د خلکو د ژغورلو او د سولې د اعاده کولو لپاره لا مثبت اقدامات ترسره کړي او په خبره يې، نړيواله ټولنه بايد د هراړخيز اوربند لپاره بيړنۍ هڅې وکړي، په لا واقعي او اغېزمنو اقداماتو بايد ولسي وګړي خوندي وساتي، په لا ټينګې ارادې بايد د دوو هېوادونو لايحه پلې او د امنيت شورا د مسؤلانه او اهميت لرونکو کړنو لپاره کوښښونه وکړي.