د اسرائيل خارجه وزير ايلي کوهن د نومبر په ۳۰مې نېټې اعلان کړی، چې د فلسطين او اسرائيل د شخړې په باره کې د هسپانيې د لومړي وزير پېدرو سنچېز د څرګندونو په غبرګون کې به له دغه هېواده خپل سفیر وباسي.
د هسپانيې لومړي وزير پېدرو سنچېز په همدې ورځ د دغه هېواد رسنيو ته ويلي، چې هغه پر اسرائيل شک لري، چې ايا نړيوال بشري قانون يې مراعات کړی او کنه؟