په بيت المقدس کې د ډزو له امله ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/12/01 10:41:59
شريکول:

د اسرائيل روغتيا او پولسيو ادارو د نومبر په ۳۰مې نېټې د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ په بيت المقدس کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي. د پېښې په ځای کې يې دوه وسله وال وژلي دي.

د اسرائيل پوليسو خبر ورکړ چې دوه وسله وال د همدې ورځې په سهار د بيت المقدس په وېزمن کوڅه کې له بس څخه ښکته شوي او پر خلکو يې ډزې کړې دي.

خبر وايي، چې اسرائيلي پوځيانو پر يادو وسله والو ډزې کړي او دواړه يې ځای پر ځای وژلي دي.

اسرائيلي رسنيو بريد ګر د حماس غړي بللي او حماس هم د پېښې پړه منلې ده.