چين له اردن سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يادښت لاسليک کړ
CMG2023/12/01 10:34:40
شريکول:

په اردن کې د چين سفير چن چوان دونګ او د اردن د پلان او نړيوالې همکارۍ وزيرې زينا توکان د نومبر په ۲۹مې نېټې د خپلو حکومتونو په استازيتوب د اردن په پلازمېنې عمان کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يادښت لاسليک کړی دی.

د چين سفير چن چوان دونګ د ياد تړون د لاسليک په مراسمو کې څرګنده کړې، چې روان کال د کمربند او لارې وړانديز ۱۰مه کليزه ده او چين او اردن د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ طبيعي همکاران او د عصري کېدو بهير نژدې ملګري دي.

نوموړي ياد يادښت د کمربند او لارې وړانديز او د اردن د اقتصادي چارو د عصري کېدو ستراتيژۍ ترمنځ د وصل په ګټه بللی او په خبره یې، دا به د دواړو هېوادونو د تګلارو نظرتبادلې، د زيربناو د پيوستون، د اسانې سوداګرۍ، د پانګو او انسانانو د تګ راتګ او مختلفو برخو کې د واقعي همکارۍ د ژورتيا لپاره لارښوونکی رول ولوبوي او خلک به ترې ګټې پورته کړي.