سروې: له ۹۰ سلنه زیات ځواب ویونکي له بریتانیې غواړي غلا شوي تاریخي اثار نورو ته بېرته ورکړي
CMG2023/12/02 22:08:13
شريکول:

د بریتانیې موزیم په ګرده نړۍ کې ډېر شهرت لري، خو پکې زیاتره تاریخي اثار يې د استعمار له لارې تر لاسه شوي دي. د چین میډیا ګروپ سي جي تي ان په دې وروستیو کې په  ټوله نړۍ کې یوه سروې ترسره کړه، چې له مخې يې ۸۰سلنه  ځواب ویونکي دا نظر لري، چې په بریتانیا کې ساتل شوي دغه تاریخي اثار بیخي قانوني هویت نه لري، له ۹۰ سلنې زیاتو یې له بریتانیې وغوښتل، چې بریتانیا باید په نږدې وخت کې دغه اثار اصلي هېوادونو او سیمو ته بېرته ورکړي.

د چین په شمول ډېرو هېوادونو د خپلو تاریخي اثارو د بېرته غوښتلو لپاره ډېر کوښښونه کړي دي، خو برېټانیې تل د تاریخي اثارو خوندیتوب د ساتلو په پلمه د دغو هېوادونو غوښتنې رد کړي. د دغه هېواد پارلمان په ۱۹۶۳م کال کې د برېټانیې موزیم قانون جوړ کړ او د قانون جوړونې له لارې نورو ته د تاریخي اثارو بېرته ورکونه یې منع  کړه.  

د سږ کال په اګست کې د برېټانیې په موزیم کې شاوخوا ۲ زره تاریخي اثار تري تم شول او ځينې يې حتی د انلاین پلورنې په حال کې دي. له دې امله د برېټانیې موزیم د تاریخي اثارو د ساتلو توان تر شک لاندې دی او د چین په شمول ډېرو هېوادونو یو ځل بيا ترې وغوښتل، چې تاریخي اثار دوی ته بېرته ورکړي.

یاده سروې د سي جي تي ان د انګلیسي،  هسپانوي،  فرانسوي، عربي او روسي ژبې په  ویبپاڼو کې خپره شوه او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱۰۳ تنو کسانو پکې برخه واخیستله.