په غزه کې د فلسطين د روغتيا څانګې د دسمبر په لومړې نيټې په يوې اعلاميې کې ويلي چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ پر غزې هوايي بريدونه کړي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۷۸ تنه وژل او ۵۸۹ تنه نور ټپيان شوي دي. د فلسطين جمهوري ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر غزې د اسرائيلو ځواکونو د پوځي بريدونو بيا پيل وغانده.
پر ځايي وخت د دسمبر د لومړۍ نيټې د سهار په اوو بجو په غزه کې د حماس او اسرائيل ترمنځ لنډمهاله اوربند ختم شوی دی.