دينګ شيو شيانګ د نړۍ په اقليمي عملېدونکې سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/12/02 11:48:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د صدراعظم مرستيال دينګ شيو شيانګ د نومبر له دېرشمې څخه د دسمبر تر لومړۍ پورې په دوبۍ کې د نړۍ د اقليمي بدلون  په نړیواله سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.

دينګ شيو شيانګ په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې ویلي چې اته کاله دمخه رئیس شي جين پینګ د نورو هېوادونو له مشرانو سره يو ځای په ټينګې سياسي ارادې او ځيرکتیا سره د پاريس تړون لاسليک کړی او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره يې نوی همکاریز مزل پيل کړی دی. چين تل خپلې کړې ژمنې پوره کړي او په دې برخه کې يې مهم خدمتونه کړي دي. په ورته وخت کې چين د زرغون پرمختګ ، د انرژۍ انقلاب او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کړې او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې د توان د  لوړتیا لپاره يې له پراخو پرمختيایي هېوادونو څخه ملاتړ کړی او کوي يې.

دينګ شيو شيانګ د دې غونډې په موده کې په جلا جلا توګه د عربي متحده اماراتو او زامبيا له ولسمشرانو او د کيوبا د دولت له رئيس، د مالديف له ولسمشر او د م م له سرمنشي سره وکتل.