د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د دسمبر په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړیو یو برید وشو، چې له امله يې ۶ تنه ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان دي. دغه وزارت یاد برید په کلکه وغانده او و یې ویل، چې مجرمینو ته به یې قانوني سزا ورکړي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.