د چین دولت رئیس شي جين پينګ د دسمبر په دوهمه نېټه د ۲۰۲۳کال د چین پېژندنې په اړه نړیوالې غونډې ته د مبارکۍ پیغام ولېږه چې په ګوانګ جو ښار کې روانه ده.
شي جین پينګ په پيغام کې ویلي، د چین د پېژندنې لپاره باید د چین شکله عصري کېدو بهیر درک شي. چین اوسمهال د خپل عصري کېدو جریان په مټ یو پياوړی هېواد او ملت جوړونه پرمخبیایي، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه هڅوي او د چین راتلونکی د انسانانو له راتلونکې سره نږدې تړي. چین د لوړې سویې پرانیستنې په مټ باکیفیته پرمختګ پرمخ بیایي او د بازاري، قانوني او نړیوال کېدو سوداګریزې صحنې د جوړولو لپاره مو زیارونه ایستلي دي.
نوموړي په پيغام کې په اشارې سره ویلي، چې چین هیله لري له مختلفو هېوادونو سره د سوله ییز پرمختګ، ګډو ګټو او ګډې سمسورتیا د عملي لپاره اوږه په اوږه کوښښونه وکړي. هیله من یوو، چې په دغه غونډه کې ګډونوال د چین او نړۍ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتیا، د ګډې سمسورتیا د تطبیق او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره خدمتونه ترسره کړي.