۱۳۴ هېوادونو په COP28 غونډه کې د غلو دانو، کرهنیزو چارو او اقلیمي بدلون په اړه اعلامیه لاسلیک کړه
د دسمبر په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ضد مبارزې د چوکاټي تړون د لاسلیکوونکو په ۲۸مه غونډه کې(COP28)۱۳۴ هېوادونو ((له ننګونې سره د مقابلې په اړه د غلودانو خوندي سیستم، د دوامدار پرمختګ لرونکو کرهنیزو چارو او د اقلیمي بدلون ضد د عملیاتو په اړه د عربي متحده اماراتو اعلامیه)) لاسلیک کړه، موخه یې دا ده، چې په ګردې نړۍ کې د شینکوریزو ګاز ایستنې اندازې د کمښت تر څنګ د سخت ناورین ځپلو سیمو د بزګرانو ژوند خوندي شي.
عربي متحده امارات اعلان وکړ، چې نړیوالې ټولنې د غلودانو خوندیتوب د ساتلو او د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې لپاره ۲،۵ میلیارډه امریکايي ډالره بېل کړي دي.