د روسیې دفاع وزارت د دسمبر په لومړۍ نېټه په ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور کړ، چې د دغه هېواد د پوځیان ۱۷۰ زره زیات شوي او عمومي شمېر يې ۱ ملیون، ۳۲۰ زرو ته رسېدلی دی. د پوځیانو شمېر زیاتوالی د ځانګړو نظامي عملیاتو لپاره دی او بله خوا، د ناټو دوامداره خپرېدا روسیې ته ډېر ګواښونه رسوي.
یاد خبر وايي، د روسیې سرحد ته په نږدې سیمه کې د ناټو مېشت پوځیان مخ په زیاتېدو دياو نور زیات هوايي دفاعي سیستمونه او وسلې هم ځای پر ځای کوي، نو د روسیې پوځیانو زیاتوالی د ناټو دغو کړنو ته ځوابي تدبیر دی.