شي جين پينګ: شانګهای دې د سوسیالیستي عصري نړیوال ښار په توګه جوړونه چټکه کړي
CMG2023/12/03 21:51:29
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جین پينګ له شانګهای ښار څخه د لیدنې په وخت کې پر دې ټینګار وکړ، چې شانګهای باید د پرمختګ نوې نظریې په بشپړه، سمه او هراړخیزه توګه تطبیق کړي، د نړۍ د اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ، حمل ونقل، د تخنیکي نوښت مرکز په توګه ابادۍ ته دې جدي پاملرنه وکړي او د سوسیالیستي عصري نړیوال ښار په توګه جوړونه دې چټکه کړي.

شي جين پينګ د تېر نومبر له ۲۸مې څخه د ډسمبر تر ۲مې پورې د شانګهای ښار د پولي ارګان، د ټکنالوژۍ د نوښتي پارک او د ټيټ عاید لرونکو کسانو لپاره د کرایه کورونو پروژې په شمول له ځینو ځایونو څخه یې لیدنې کړې دي.