د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د دوه اوونیزو غونډو په ترڅ کې د نړیوال بانک ګروپ اعلان وکړ چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره به د راتلونکي مالي کال (د ۲۰۲۴م کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵م کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې) خپل مالي ملاتړ زیات کړي.
نړيوال بانک د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په خپله رسمي وېبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په راتلونکي مالي کال کې به د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې د اړوندو پروژو د پانګونې اندازه ۴۵ سلنې ته لوړه شي. دغه راز په دې موده کې به له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې له ۴۰ ملیارډو ډالرو زیاته پانګونه وشي چې د پخوا په پرتله شاوخوا ۹ ملیارډه ډالره زیاته ده.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې یادې پانګې به د اقلیمي بدلون د کمولو، د اقلیمي بدلون له امله ځپلو هېوادونو سره د مرستې او د ایکولوژيکي سیستم او د بیولوژيکي تنوع د ساتنې په برخو کې ولګول شي.