حماس: په غزه کې تر اوربند مخکې به نور بندیان له اسرائیلو سره تبادله نه شي
CMG2023/12/03 11:09:14
شريکول:

د حماس د سياسي ادارې مرستیال صالح العاروري د دسمبر په دوهمه نېټه وويل چې حماس به نور په غزه تړانګه کې له اوربند مخکې له اسرائيلو سره بنديان تبادله نه کړي.

نوموړي تیره شپه د قطر له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې حماس ټولې هغه میرمنې او کوچنيان خوشي کړي چې نیول شوي وو. په پاتې بندیانو کې اسرائیلي سرتیري او بالغ نارینه شامل دي چې د اسرائیلو په اردو کې يې خدمت کاوه، د دوی تبادله به له نویو معیارونو سره تر سره شي.