د ۲۰۲۳ کال د چین پېژندنې په اړه نړیواله ناسته کې ګډونوال د چین لا زیاتو خدمتونو ته سترګې په لار دي
CMG2023/12/03 16:00:28
شريکول:

د ۲۰۲۳ کال د چین پېژندنې په اړه نړیواله ناسته د ډسمبر په ۲مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانیستل شوه، د څه د پاسه ۳۰ هېوادونو او سیمو څه باندې ۶۰۰ مېلمنو پکې ګډون کړی او د چین د لوړې سویې پرانیسې، د کمربند او لارې د باکیفیته جوړونې، د چین او امریکې د اړیکو او مصنوعي ځيراکتیا په شمول یو لړ موضوعاتو په اړه بحثونه کوي.

سږنۍ نړیواله ناسته د سل کلن بدلون په حال کې د چین نويو خدمتونو په عنوان ترسره کېږي.

د جورج بوش په نوم د امریکې او چین د اړیکو صندوق رئیس نیل بوش د چین ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، د چین د نظام وړتیا ښه درکول د دغه هېواد د پېژندنې کلیدي برخه ده. دغه هېواد د چین کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د انټرنیټي تکنالوژۍ او پاکې انرژۍ په شمول څو ساحو کې د نړۍ مخکښ ځای نیسي.

د ایران د نړیوالو مسئلو کارپوه او د تهران پوهنتون پروفیسور محمد مرندي وویل، د چین لخوا د کمربند او لارې وړاندیز پر مټ، د نړۍ سوداګرۍ شکل بدل شوې، د اسیا او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډيو په تګ راتګ سره سمندري ټرانسپورټ ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو اړتیا کمه شوې، په دې سره د ایران په شمول ډېرو هېوادونو ترې ګټې اخیستې دي.