د ارجنټاین حکومت د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ته د نړیوالې کلتوري تبادلې او همکارۍ ستره جایزه ورکړه
CMG2023/12/03 10:57:42
شريکول:

په چین کې د ارجنټاین  سفارت د نومبر په لومړۍ نېټه د چین او ارجنټاین د کلتوري همکارۍ د بریالیتوبونو د تبادلې فعالیت ترسره کړ. د ارجنټاین سفیر ګوستاو نرواجي په دغه فعالیت کې د ولسمشر البیتو فیرناندیز په استازیتوب د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي او مطبوعاتي ادارې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ته د نړیوالې کلتوري تبادلې او همکارۍ ستره جایزه ورکړه.

د ارجنټاین ولسمشر البیتو فیرناندیز دغه فعالیت ته په ویډيويي خبرې کې وویل، چې چینایانو د رئیس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د ارجنټاین په ستونزمن وخت کې موږ ته د مرستې لاس اوږد راکړ. ارجنټاین د حاکمیت ساتلو په برخه کې د چین تر څنګ درېږي او غواړي له اوسنیو نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره له چین سره په ګډه کوښښونه وکړي.

ښاغلي شن های شیونګ وویل، د چین او ارجنټاین خلکو ترمنځ دوستانه اړیکې اوږد وخت ټينګې شوي او د دواړو خواوو همکارۍ هم مخ په پياوړې کېدو دي. د چین میډیا ګروپ د ارجنټاین له څو رسنیو او ملکي ارګانونو سره د همکارۍ دایمي میکانیزم جوړ کړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د نور ټينګښت لپاره به خدمتونه ترسره کړي.

دا په روان کال کې بهرنیو شخصیتونو ته د ارجنټاین د وروستي ځل جایزه ورکول دي.