د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ رئيس: چين په نومبر کې د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه مهم رول لوبولی دی
CMG2023/12/03 12:07:34
شريکول:

د دسمبر په درشل اکوادور په همدې مياشت کې د ملګرو ملتونو د نوبتي رئیسه هېواد دنده پر غاړه لري. د م.م د ۷۸مې عمومي اسامبلۍ رئيس دانيس فرانسيس وويل چې چين په تېر نومبر کې د امنيټ شورا د نوبتي رئیسه هېواد په توګه د خپلې دندې په موده کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي زياته کړې چې له حقيقت څخه ښکاري چې چين په نومبر کې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه په برياليتوب سره خپله دنده تر سره کړه او نه يوازې د ځان، م.م او نړيوال سيستم، بلکې د غزې د خلکو لپاره يې ښې دندې تر سره کړې دي. دا چې د چين تر مشرۍ لاندې د امنيت شورا تر څو ځلو کوښښونو وروسته د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ د نوي پړاو له شخړو راهيسې لومړی پرېکړه ليک تصويب کړی دی.