دینګ شوی شیانګ د اقلیمي بدلون په اړه د ۷۷ هېوادونو ډلې او چین په سرمشریزه کې ګډون او وینا کړه
CMG2023/12/03 21:23:02
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې دایمي غړي او مرستیال صدراعظم دینګ شوی شیانګ د دسمبر په ۲مه په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ۷۷ هېوادونو ډلې او چین په سرمشریزه کې ګډون او وینا کړه.

دینګ شوی شیانګ په خپلو خبرو کې وویل، د پاریس تړون تطبیق د لومړۍ نړیوالې ارزونې په وخت کې د ۷۷ هېوادونو ډلې د رئیسه هېواد کیوبا لخوا وړاندې شوې دغه سرمشریزه ډېره مهمه ده. چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه په وروستیو کلونو کې اوج ته د کاربن ایستنې اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی کولو موخې د عملي کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، د خپلې نړیوالې دندې ترسره کولو تر څنګ يې له نورو هېوادونو سره مرستې کړې دي. د اقلیمي بدلون ضد مبارزه سخته ده، د ۷۷ هېوادونو ډلې او چین باید ګډ غږ پورته کړي او ګډې ګټې دې وساتي.