د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د دسمبر په درېمه نېټه د ليانګ جو فورم لومړۍ دورې ته د مبارکۍ پيغام وليږه چې په همدې ورځ د چین په هانګ جو ښار کې پرانیستل شو.
هغه په پيغام کې ليکلي چې د ليانګ جو تاریخي کنډوالې د چیني ملت د پنځه زره کلن تمدن ثبوت دی او د نړيوال تمدن شتمني هم ده. هغه پر دې ټينګار کړی چې يو د بل درناوی او له ننګونو او ستونزو سره ګډه مقابله کول او په سوله کې د بېلا بېلو تمدنونو ګډ موجوديت د انساني تمدن د پرمختګ لپاره سمه لار ده. ده ويلي، هيله من دی چې اړوندې خواوې د دې فورم له ډګر څخه په استفادې د کمربند او لارې له ګډنوالو هېوادونو سره تمدني ډيالوګ پياوړی کړي او مساوی او ټولشموله تمدني افکار وهڅوي چې پکې يو له بل څخه د تجربو زده کړه وکړي او سره خبرې وکړي.