نتانیاهو: په غزه کې به ځمکني عملیات پراخ کړي
CMG2023/12/03 11:07:24
شريکول:

د اسرائيلو صدراعظم بنجامین نتانياهو د دسمبر په دوهمه نېټه د تل ابيب په پوځي اډه کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دوی پوځ به د ټولو اهدافو تر پوره کولو پورې په غزه کې ځمکني عمليات پراخ کړي.

نتانیاهو وویل چې د اووه ورځني موقت اوربند په ترڅ کې فلسطیني وسله والو د ۲۴ بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۱۰ بندیان خوشي کړي دي. هغه زیاته کړه چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له دوام پرته به د بندیانو خوشې کول ناشونی وي او هغه د اسرائیلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې لا سخته جګړه بیا پیل کړي.