مشهور کارپوه هوانګ ژن وې: د کیسنجر په وفات سره په نړیوالو اړیکو کې د نوې زمانې پيلېدل هڅول کېږي
CMG2023/12/03 20:41:14
شريکول:

د چین د نوښت او پرمختګ ستراتيژۍ په اړه د دولت څېړنیزې کمېتې مرستیال هوانګ ژن وې د چین پېژندنې په اړه د سږنۍ نړیوالې ناستې په څنډه کې له چین میډیا ګروپ سره په مرکه کې وویل، د امریکې د بهرنیو

 چارو پخوانی وزیر هنري کیسنجر د یوې زمانې نښه ده، خو د ده په وفات سره په نړیوالو اړیکو کې د نوې زمانې پیلېدل هڅول کېږي.

هوانګ ژن وې وویل، په یاده نړیواله ناسته کې ډېرو ګډونوالو ښاغلي هنري کیسنجر یاد کړی، هغه تل د نړۍ ستراتیژیک ثبات ته جدي پاملرنې کړې، او څو ځلې يې ویلي چې دا مهمه نه ده چې ستونزې ډېرې دي، د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې حلېدای شي.

هوانګ ژن وې باور څرګند کړ چې د نړۍ د ستراتيژۍ ټولنه به په راتلونکی کې لا زیات خدمتونه ترسره کړي.