په چین کې د ارجنټاین سفارت د نومبر په لومړۍ نېټه د چین او ارجنټاین د کلتوري همکارۍ د بریالیتوبونو د تبادلې فعالیت ترسره کړ. د ارجنټاین سفیر ګوستاو نرواجي په دغه فعالیت کې د ولسمشر البیتو فیرناندیز په استازیتوب د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي او مطبوعاتي ادارې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ته د نړیوالې کلتوري تبادلې او همکارۍ ستره جایزه ورکړه.
د ارجنټاین ولسمشر البیتو فیرناندیز دغه فعالیت ته په ویډيويي خبرې کې وویل، چې چینایانو د رئیس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د ارجنټاین په ستونزمن وخت کې موږ ته د مرستې لاس اوږد راکړ. ارجنټاین د حاکمیت ساتلو په برخه کې د چین تر څنګ درېږي او غواړي له اوسنیو نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره له چین سره په ګډه کوښښونه وکړي.