د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د روغتيا وزيرانو ۱۶مه غونډه د ډسمبر په ۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شوه.
په دغې غونډې کې د چين د روغتيا د ملي کميسيون مرستيال لې های چاو، د جاپان د روغتيا، کار او خيريه چارو وزارت مرستيال کازوهيرو اوشيما، د کوريا جمهوريت د روغتيا وزرات مرستياله پارک مين سو، په لويديځ ارام سمندر زون کې د روغتيا نړيوال سازمان سرپرست مسؤلې زسوسانا جاکاب او د چين، جاپان او کوریا جمهوریت د همکاريو د سکرتريت عمومي منشي لي هي سوب ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د روغتيايي همکاريو پر لاسته راوړنو بحث کړی دی.
درې واړو هېوادونو د ساري ناروغيو پر وړاندې د بېړني چمتووالي، د روغتيا د بنسټيزو سيسټمونو د پياوړتيا، د خلکو د روغتیا او د زړو کسانو د روغتیا ساتنې د خدمتونو پرمختګ په برخه کې د اقداماتو او تجربو په اړه ژورې خبرې کړي او د خپلمنځي همکاريو د زياتېدو غوښتنه يې کړې ده.
د چين، جاپان او کوريا جمهوريت استازو د غونډې ګډه اعلاميه تصويب کړې او د خپلمنځي روغتيايي همکاريو يادښت يې لاسليک کړی دی.