د اسرائيل د ملي دفاع ځواکونو لوی درستيز هيرزي هالېوي د ډسمبر په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په ۲مې نېټې د غزې تړانګې په جنوب کې جنګي عمليات پيل کړي او د غزې په شمال کې به لاسته راوړنې وساتي.
اسرائيلي ځواکونو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لوی درستيز هالېوي د روانې مياشتې په ۳مې نېټې په غزې کې خپلو پوځيانو ته ويلي، چې ځواکونو يې له تېرو دوو ورځو راهيسې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس څو قوماندانان وژلي او د ۲مې نېټې په سهار وختي يې په همدې موخه عمليات کړي دي.