د حماس مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په ۳مې نېټې څرګنده کړې، چې اسرائيلي ځواکونو له تېرو ۲۴ساعتو راهيسې پر غزې تړانګې پر له پسې بريدونه کړي او لږ تر لږه ۷۰۰ فلسطينيان يې وژلي دي.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال په غزې کې د کنډوالو تر کنډو کپرو لاندې څو سوه کسان بند پاتې دي او ډېری خلک مجبوراً د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.