شي جين پينګ د بېلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره وکتل
CMG2023/12/04 15:32:58
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۴مه نېټه په بېجينګ کې د دياو يوو تای په دولتي مېلمستون کې د بېلاروس له ولسمشر اليکزاندر لوکاشنکو سره وکتل.

شي جين پينګ په دې ليدنه کې دې ته اشاره وکړه چې ولسمشر لوکاشنکو د روان کال په فبرورۍ کې په برياليتوب سره له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او د چين او بيلاروس تر منځ اړيکو د لوړې کچې پرمختيا د پياوړتيا په اړه مو مهم توافق ته رسېدلې. سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي متقابل باور لا پياوړی شوی او  نړيوالې همکارۍ مو لا نږدې شوې ده.

رئيس شي پر دې ټينګار وکړ: څه موده مخکې ما د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ د ملاتړ لپاره د چين اته ماده ييز اقدامات وړاندې کړي او د بېلاروس هرکلی کوم چې په پر له پسې ډول په دې برخه کې فعال ګډون کوي او لا زيات پرمختيايي فرصتونه يې خپل کړي. سربيره پر دې، دواړه خواوې دې د چين- بيلاروس د صنعتي پارک په ګډون پروژې په ښه توګه پلې کړي او لا زياتې همکاريزې پايلې رامنځته  کړي.

ولسمشر لوکاشنکو هم ويلي چې بیلاروس په کلکه هیله لري چې چین لا پرمختګ ته دوام ورکړي، ځکه دا د نړۍ د سوله ييزو او پرمختيايي چارو لپاره ګټور ګڼل کېږي. بلاروس به په کلکه له چين سره دوستانه اړيکې ټينګې کړي او موږ باور لرو، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په ګډون د رئيس شي لخوا وړاندې شوي وړاندیزونه د نړۍ د اجماع او همکارۍ لپاره ستر اهمیت لري. بېلاروس به په دغو وړاندیزونو کې خپل فعال ګډون ته دوام ورکړی.

(ژباړه: شکريه)