برازيل به د کتونکي په حيث ” اوپېک + “کې شامل شي
CMG2023/12/04 10:18:44
شريکول:

د برازيل ولسمشر لويز لولا د ډسمبر په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې د کتونکي په حيث د نفت صادرونکو هېوادونو سازمان يا اوپېک (OPEC) او نورو نفت صاردونکو هېوادونو لخوا جوړ شوي اوپېک+ سازمان کې شامل شي او د نفت صادرونکو هېوادونو ته به يادونه وکړي، چې د کيمياوي سون موادو د زمانې د پای ته رسېدو لپاره چمتوالی ونيسي.

د برازيل رسنيو خبر ورکړی، چې ولسمشر لولا يادې څرګندونې عربي متحده اماراتو ته د سفر په ترڅ کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، نفت توليدونکي هېوادونه دې د افريقا او لاتيني امريکا په شمول ځينو سيمو کې پانګونې وکړي او بيا کاروونکې انرژۍ دې توليد کړي.