ملګري ملتونه: په سومالیا کې د سیلابونو له امله ۱۱۰ کسان وژل شوي
CMG2023/12/04 10:58:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې د ډسمبر په ۳مې نېټې ويلي، چې په سوماليا کې د اېل نينو پديدې (El Nino Phenomenon)له امله سختو بارانونو او سيلابونو لږ تر لږه ١١٠ کسان وژلي او څه دپاسه دوه اعشاريه څلور ميليونه وګړي يې اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو يادې ادارې ويلي، چې يادو سیلابونو د سوماليا په ۳۶ ولسوالیو کې له یو میلیون ډېر خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او په دغه هېواد کې يې د لوږې حالت لاپسې سخت کړی دی.