د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۴مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د څونګ دو نړيوال فورم (2023 Imperial Springs International Forum) ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، څونګ دو نړيوال فورم له تاسېس راهيسې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه مستعد کسان راغونډ کړي، د نړۍ د سولې او ثبات، دايمي اقتصادي پرمختګ، کلتوري تبادلې او متقابلو زده کړو او ځينو نورو مسئلو په اړه يې ژورې تبادلې کړي او د نړیوالو همکاریو په وده او د خلکو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې يې مثبت رول لوبولی دی.
د ۲۰۲۳م کال د څونګ دو نړيوال فورم په همدې ورځ د ګوانګ دونګ ولايت په مرکز ګوانګ جو ښار کې ( څواړخيزم: لا زياتې تبادلې، زيات ټولشموله او زياتې همکارۍ) په عنوان پرانېستل شوی دی.
دغه فورم د چين د بهرنۍ دوستۍ ملي ټولنې، استراليا-چين د دوستۍ او تګ راتګ ټولنې، د ګوانګ دونګ ولايت حکومت او د نړۍ د مشرانو ټولنې لخوا په ګډه جوړ شوی دی.
(ژباړه: شکريه)