د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۴مه نېټه اعلان کړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ په بلنه به د سينګاپور مرستيال صدراعظم او مالي وزير لاورينسي ونګ د دسمبر له ۵مې څخه تر ۸پورې له چين څخه ليدنه وکړي.
دينګ شوی شيانګ او لاورينسي ونګ به د ډسمبر په ۷مه په تيان جين ښار کې په ګډه د چين او سينګاپور تر منځ د دوه اړخيزې همکارۍ د ګډې کمېټې ۱۹مه غونډه او د سو جو ښار د صنعتي باغ سيمې د دواړو خواوو د ګډ همغږۍ کوونکې شورا د ۲۴مې غونډې په شمول يو لړ غونډې مشري وکړي.