د روسيې دفاع وزارت د ډسمبر په ۳مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ په کوپيانسک، هونليمان، دونيتسک او څو نورو سيمو کې د اوکرايني ځواکونو بريدونه پر شا تمبولي او د مهماتو ډيپوګانې، الکترونيکي جنګي بېس او ځينو وسلو په ګډون جنګي وسايل يې ور ويجاړ کړي دي.
راپور وايي، روسي ځواکونو د هوایي دفاع سیسټم او الکترونيکي جنګي سیسټم په مټ د اوکراین د "هیمارس (HIMARS)" راکټونو، توغندیو او څو بېپېلوټه الوتکو مخنيوی کړی دی.
د اوکراين د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز رياست په يوه راپور کې ويلي، چې ځواکونه يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دنيپر سيند په کين غاړه او ځينو نورو سيمو کې له روسي ځواکونو سره په سختې جګړې بوخت دي او هوايي او توغنديز ځواکونو يې په ګډه د روسيې پر توغنديزو سيسټمونو، مهماتي ډيپوګانو، راکټي سيسټم او نورو هدفونو بريدونه کړي دي.
(ژباړه: شکريه)