شي جين پينګ د اساسي قانون صلاحیت او وقار د ساتلو حکم وکړ
CMG2023/12/04 21:44:32
شريکول:

د چین اوسنی اساسي قانون د ۱۹۸۲کال د دسمبر په ۴مه ټاکل شوی، بیا وروسته د ۲۰۱۴م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د هر کال د دسمبر ۴مه  د اساسي قانون د تصویبېدو، خپرېدو او تطبیق د ځانګړې ورځې په توګه وټاکل شوه. سږ کال د دغه ورځې لسمه کاليزه ده.

د چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمېټې ادارې دفتر په همدې ورځ په بېجینګ کې د اساسي قانون روحیې د خپرېدو، د اساسي قانون د تطبیق د پياوړتیا او د یو پياوړي هېواد جوړونې او د ملي بیارغونې لپاره د اساسي قانون د رول په اړه یوه مباحثوي غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د شي جين پينګ مهمې لارښوونې په ډاګه شوې چې اساسي قانون د هېواد او دولت د ساتلو عمومي اصل دی، د حکومتوالۍ بنسټیز قانوني مقررات دي او د هېواد د سیاست او ټولنې تر ټولو لوړې سویې قانوني سند دی. د چین کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګریس راهیسې د اساسي قانون په اړه د کارونو هراړخیزې لارښوونې پياوړې کړي او د اساسي قانون نظام د جوړونې او تطبیق په برخو کې مو تاریخي بریالتوبونه تر لاسه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ چې باید د اساسي قانون صلاحیت او وقار وساتل شي، د اساسي قانون پرمختګ او بشپړېدل دې پرمخ يووړل شي او په حکومتوالۍ کې د اساسي قانون رول دې نور ښه ولوبول شي. چین باید پر خپل سیاسي نظام باور ولري او د اساسي قانون له مخې دې د چین کمونېست ګوند د لارښوونې پر مقام ټینګه کړي، د ولسي ديموکراتيک ځانګړی سياست او د ولسي کانګرس نظام دې عملی کړي. د چین د ځانګړتیا لرونکي سوسیالیستي قانوني سیستم بشپړېدل دې چټک شي او د اساسي قانون د تطبیق او نظارت توان دې پر له پسې لوړ شي.